انصار: ( دکب 26مه)، د ملګرو ملتونو امنیت شورا د رایو په اکثریت په افغانستان کې د یاد سازمان مرستندوی دفتر (یوناما) ماموریت د یوه بل کال لپاره تمدید کړ.
د ملګرو ملتونو لخوا په خپره شوې خبر پاڼه کې ویل شوي، چې د امنیت شورا غړو هېوادونو د رایو په اتفاق سره په افغانستان کې د یوناما ماموریت د یوه بل کار لپاره تمدید کړ.
سرچینې زیاته کړې چې د یوناما دا ماموریت به د ۲۰۲۵ کال د مارچ تر ۱۷مې نېټې پورې ادامه ولري.
امنیت شورا هیله څرګنده کړې چې په افغانستان کې له یوناما سره په ښه توګه د ماموریت ترسره کولو کې مرسته وکړي.
د یوناما ماموریت چې تېر کال تمدید شوی وو نن پای ته رسېږي.
د یادونې ده، چې یوناما په ۲۰۰۲ میلادي کال کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا له لوري د افغانستان د وخت حکومت په غوښتنه جوړ شوی وو.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/30621
قرأ